د تدریس بڼې :
دنیا پوهنتون نوې تدرسي بڼې ترلاس لاندې لري چې یوازې په ټولګي کې په تدرس پورې نه رالنډېږي؛ بلکې؛ ځانګړې غونډې؛ پروژې او میداني کارونه به هم پکې شامل وي . په دې برخه کې به هغوی ته مشورې هم وړاندې کیږي؛څو په خپل ژوند او کاري چارو کې بریالي و اوسي .
موږ خپلو زدکړیالانو ته د علمي او مسلکي فضا پر رامنځته کولو باور لرو. زموږ استادان به د کار د بازار د فضا او د محصلانو د کار په پام کې نیولو سره هغوی ته مشورې ورکړي؛ څو په دې برخه کې بریالی عمل وکړي . سره له دې چې په هره څانګه او مضمون کې د استادانو د تدریس طریقه بېله ده ؛ خو په ټوله کې لاندې موارد د جدي پاملرنې وړ دي .
د درس ورکول
-
څېړنې
-
مناظرې
-
موردي مطالعات
-
محوري زده کړه
-
زده کړه
-
مباحثه
-
سیمنارونه
-
انفرادي او ډلیزې پروژې
-
له کمپوټر لب نه ګټه اخېستنه .
په هر ترتیب پوهنځيو محصل محوره طریقې په پام کې نیولي دي او دا چاره د فاکولټو او محصلان لپاره ګټوره ثابتېږي. زموږ فارغان به په ټولنه کې د انتقادي تفکر استازي وي .