په حقوقو کې لیسانس
عمومي معلومات:
دا څانګه محصلانو ته په پراخه توګه د حقوقو څانګې کلیات وړاندې کوي .
په دې څانګه کې د مدني حقوقو؛حقوقي سسټمونو؛ خصوصي حقوقو؛ اساسي حقوقو؛ نړیوالو حقوقو؛مالي او اداري حقوقو؛ د جزا د حقوقو؛ اداري حقوقو او د حقوقې د فلسفې په څېرمبحثونه شامل دي .
موخې:
دغه پروګرام محصلانو ته دا آسانتیا برابروي چې د حقوقي مسایلو په تېره بیا د افغانستان په حقوقو پورې اړوند مسایلو په تړاو ځانګړې پوهه پیدا کړي او ددې څانګې اصلي محورونه زده کړي ؛ د اصلي محورونو پر زده کولو سربېره په خپله هم ځینې پروګرامونه ولري څو د موردي مطالعاتو؛مباحثې؛ او خبرو اترو ترڅنګ؛ مسایل په تخصصي توګه وڅاري .
فرصتونه:
ددې څانګې فارغان فرصت لري څو د حقوقو په څانګې پورې اړوند بیلابیلو برخو ته لاسرسی پیدا او د دندې خاوندان شي.په بانکونو؛ مالي مؤسسو؛ د حسابدارۍ په شرکتوننو؛ دولتي او نادولتي ادارو او پوهنتونونو کې کار وکړي. دغه راز ددې څانګې د تحصیلاتو د بشپړتیا د پرووګرامونو په برخه کې هم اقدام کولای شي .
د زده کړو پایلې:
-
د فکري مهارتونو او انتقادي تفکر خپلول
-
په حقوقي ژبه کې مهارت
-
د افغانستاي د حقوقي سسټمونو او د هغو د بڼو پېژندل
-
د تګلارې جوړولو داصولو پېژندنه
-
د هېواد د کورنیو حقوقو په سسټم کې د مهمو مسایلو ارزونه
-
د حقوقي ستونزو لپاره د مناسبو او کره طریقو موندل
-
د ژوندانه د واقعیتونو پر وړاندې له نوې او اغېزناکې پوهې ګټه اخېستنه