په نړیوالو اړیکو کې لیسانس
عمومي معلومات:
د سياسي علومو پوهانو د دې څانګې د تکوین په تاریخ کې د دولت او په حکومت پورې د اړوند کړنو پر مطالعې تمرکز کړی دی. ددې مطالعاتي برخې ځینې اړوند مسایل دادي : سیاست او حکومت؛ سیاست او پرتلیز حکومت؛نړیوالې اړېکې؛ سیاسي نظریې؛عامه اداره؛ اساسي قانون؛نړیوال سیاسي اقتصاد؛ نړیوال امنیت ؛ د افغانستان مطالعات؛عمومي بروکراسي؛او سیاسي بهیرونه .د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو د څانګې لوستل د هغو زدکړیالانو لپاره ارزښتناک دي چې په بیلابیلو کچو د دندې ترسره کولو غوښتونکي وي.ځکه دا څانګه مرسته کوي چې د نظریو او سیاسي اقداماتو ترمنځ اړېکې ټینګې کړې .
موخې:
د دغې تحصیلي څانګې اساسي موخه د هغو مهارتونو وده ده چې د سیاست په برخه کې پر دولت پوهېدو او د ځینو سیاستونو د ټاکل کېدو لامل کیږي. دغه راز په پراختیا کې د سیاستونورول ته هم پاملرنه کوي .
داڅانګه؛ دغه راز د دولتونو د بهرنۍ تګلارې پربڼې؛ په پېچلي نړۍ کې د هغو پر لیدلوري؛ نړیوالې واکمنۍ او د حکومتولۍ پر رودو(روشونو) بحث کوي.
فرصتونه:
خبریال؛ د سیاسي چارو شنونکی؛ څېړونکی ؛ دولتي کارکوونکی؛ د نادولتي بنسټونو(NGO) کارکوونکی؛ د پروګرامونو مدیر؛ د اړیکو مدیر؛ او د پوهنتون سلاکار او استاد
د زده کړې پایلې:
-
پر ملي سیاستونو د فضا او د نړیوال کېدو د الګوګانو اغېز درک کوي .
-
پر نویو مسایلو؛ لکه د اقلیم د ګرمېدو؛ د نفوسو د بدلونونو او کډوالۍ پر بحثونو به پوه شي .
-
د دولتونو د مشروعیت او اقتدار د فهم او په ورته وخت کې به د هغو د سقوط پر څرنګوالي د پوهېدو وړتیا ولري؛ په تېره بیا د هېواد سیاستونو او د اساسي قانون اهمیت او نړیوالو ژمنو ته په پام سره.
-
لږتر لږه د سیاسي علومو پر لویو او پېچلومسایلو د پوهېدو لپاره به لومړنۍ پوهه پیدا کړي .
-
دغه راز به په نړیوال نظام او د هېوادونو په اساسي قوانینو کې د دولتونو د وضعیت د ښه درک وړتیا ولري.